تېره شپه ناوخته د قطر له بین الافغاني غونډې یو پرېکړه لیک خپور شو چې په هغه کې د طالبانو او افغان ګډونکوونکو ترمنځ پر ځينو مواردو تفاهم شوی دی. دواړو لورو ټینګار کړی دی، چې بهرني ځواکونه به له افغانستان وځي، تاوتریخوالی به کمېږي او د سولې لپاره به لا ډېرې هڅې کېږي. په دې پرېکړه لیک کې همدا راز د اسلامي نظام پر جوړولو، د عام المنفعه تاسیساتو پر ساتلو، د مکتبونو، مدرسو، کلینیکونو او نورو اړوندو ادارو حریم ته پر درناوي هم ټینګار شوی دی. دواړو لورو ویلي، چې بین الافغاني مذاکرات د افغان څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده، نو په کار ده، چې د سولې روانې خبرې ادامه پیدا کړي. دوی له ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د سیمې له هېوادونو او نورو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د افغانستان فرهنګ او کلتور ته درناوی وکړي او ددغه پرېکړه لیک موارد عملی کړي.




































