ديپلومات نشریه لیکي سره له دې چې طالبان او امریکا په قطر کې په خبرو بوخت دي خو دغه خبرو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو هېڅ راز اغېز نه دی کړی. سرچینه کاږي د سولې د خبرو په بهیر کې په کابل کې خونړی ځانمرګی برید وشو او دغه راز په غزني کې موټر بم برید درنه مرګ ژوبله واړوله. په مطلب کې راځي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو له پيليدو سره سم د جګړې ډګر هم تودېږي چې ورسره جوخت افغان ملکیانو، سرتېرو او طالبانو ته د تلفاتو اوښتل هم ډېرېږي. سرچینه پر دواړو خواوو غږ کوي چې تر هر څه وړاندې یې مذاکرات باید د جګړې پر خونړي ډګر تاثیر وکړي او د تاوتریخوالي د کمېدو سبب شي. ديپلومات زیاته کړې د تاوتریخوالي له دوام سره هممهاله د سولې خبرې بې اغېزې کیږي او کېدای شي ضربه ورته ورسېږي.




































