زلمی خلیلزاد او طالب استازي به نن په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه خپلې خبرې له سره پیل کړي. د دوی خبرې د دوحې د بین الافغاني ناستې په خاطر ځنډېدلې وې. د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې هیله مند دی چې نن په مهمو مسایلو لا زیات پرمختګ وشي. نوموړي ویلي، په هغو مسایلو چې بحث پرې کېږي، له ترورېزم سره مبارزه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور راتلونکی، د افغانانو تر منځ خبرې او اوربند دي، ده ویلي، په دې ټولو برخو کې پرمختګ شوی، خو ځیني ټکي لا شته چې بحث به ور باندې وشي. خلیلزاد له طالبانو سره اووم پړاو خبرې تر ټولو دورو ډېرې ګټورې بللي.




































