د پوهنې وزارت تاییدوي چې په بدخشان کې د یوه ښوونځي ۷۵ زده کوونکې مسمومې شوي دي. د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه د کیمیاوي موادو د کارېدو په نتیجه کې شوې. نزهت هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې د بدخشان په درایم کې مسموم شوې نجونې ۱۲۵ تنه دي. دې وویل د درایم ولسوالۍ د منجي لېسې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو ۷۵ نجونې زده کوونکې د لابراتواري تطبیقاتو پر مهال د کېمیاوي موادو د استفادې په خاطر مسمومې شوې دي. نزهت وویل چې دا نجونې له درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته لېږل شوي او روغتیايي وضعه یې ښه ده.




































