د میدان وردګو والي وايي، د جلګې ولسوالۍ تنګي سیدان سیمه کې پر یوه روغتون افغان امنیتي ځواکونو عملیات کړي، چې څلور تنه روغتیايي کارکوونکي پکې وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي. والي مظفر الدین یمین بي بي سي ته وویل، په برید کې څلور کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر معلوم نه دی. د جلګې اوسېدونکی احمد شاه راشد وايي، چې عملیات تېره شپه شوي، چې د ده یو تره ډاکټر وحیدالله چې د روغتون مسؤول و، ورک شوی چې دوی یې اوس د مړي او ژوندي لټون کوي. نوموړی وايي، چې په دې پېښه کې د روغتون د مسول په ګډون څو تنه وژل شوي دي.




































