بغلان ولايت کې لاريون کوونکو د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې د کابل شمال لار وتړله. د بغلان اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ اوه تنه وژل شوي دي. لاریون کوونکي وايي، چې بې پیلوټه الوتکې د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ د کتب خیلو سیمه کی پر یو کور بمبار کړی، چې د همدې کورنۍ ۷ تنه ماشومان پکې وژل شوي دي. لاریون کوونکي چې د وژل شویو جسدونه هم ورسره دي د کابل شمال لاره د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.




































