د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د قطر په دوحه کې د بین الافغاني ناستې د ګډ پرېکړه لیک هرکلی کړی دی. د یاد وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي چې په دغه اعلامیه کې ځینې مثبت ټکي دي چې دوی یې هرکلی کوي. نوموړي زیاته کړې، دوی په دې نظر دي چې دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینې رامنځته کولو لپاره یو مثبت اقدام دی. د قطر په دوحه کې ترسره شوې دغه بین الافغاني ناسته چې پکې افغان سیاسیونو، د مدني ټولنو او ښځو استازو او دغه راز طالب پلاوي ګډون کړی وو تېره شپه ناوخته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پایته ورسېده.




































