پخوانی ولسمشر حامد کرزی ،چې د سولې په يو نړيوال اجلاس کې د ګډون په مقصد چين کې دی ،د يوې خپرې کړې اعلاميې له لارې يې قطر کې د بین الافغاني ناستې له پایلو خوښي او ملاتړ څرګند کړی دی، حامد کرزي د بین الافغاني ناستو پر دوام ټینګار کړی او ويلي يې دي چې یوازې د افغانانو ترمنځ د تفاهم او خبرو اترو له لارې کولای شو ، چې هېواد کې تل پاتې او سرتاسري سوله او ثبات تأمین کړو.




































