افغان حکومت د سولې په اړه د قطر د بین الافغاني غونډې د خپرې شوې اعلامیې هرکلی کړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو په پایله کې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي. هغه وویل افغان حکومت د یادې غونډې له ګډونوالو څخه مننه کوي چې د جګړې او تاوتریخوالې د ختمولو لپاره یې د تلپاتې سولې، د سیاسي او ټولنیز عدالت، د خلکو د اساسي حقوقو د خوندیتوب، ملي وحدت او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه یې خپل نظرونه له طالبانو سره شریک کړل. خو نوموړي په دغې ګډې اعلامیې کې د اسلامي نظام ټکي ته په اشارې وویل چې د افغانستان نظام د تاریخ په اوږدو کې اسلامي نظام و او د افغانستان د اساسي قانون په اساس اسلامي دی او اسلامي به وي.


































