د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان په اړه غونډه کوي او قزاقستان به یې کوربه توب کوي. د سرچینې په خبره په دې غونډه کې به د افغانستان اوسنی وضعیت ارزول کېږي او د شته ستونزو د حل لپاره به دایمي حللارې وړاندې کېږي. دغه وزارت ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې باور دي چې د افغانستان روانه جګړه یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې د حل وړ ده. قزاقستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکارۍ او مرستې ژمنې کړې دي.


































