ولسمشر غني وایي دوی سولې ته ژمن دي، خو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم پر خپل وخت ترسره کېږي. ولسمشر غني چې نن یې له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې پنځمې ناستې ته وینا کوله وویل، د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه جنګي جنایت دی. دده په خبره د ماشومانو وژل د ټولو بشري قوانینو ماتول دي او دغه ډول پېښې جنګي جنایت بلل کېږي. هغه همدا راز وویل، چې ټول ملت سوله غواړي او سولې ته د رسېدو لپاره قوي اراده په کار ده. دده په خبره حکومت سولې ته ژمن دی، سوله راولي خو راتلونکې ټاکنې به هم پر خپل وخت ترسره کېږي. ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ویل کېږي سوله به تر ټاکنو مخکې کېږي او که ټاکنې ترسولې مخکې شي نو ښايي د سولې پروسه تر ډېره وځنډېږي. ولسمشر غني دغه راز د فساد پر وړاندې مبارزه جدي بللې ده او په دې برخه کې یې د لاس ته راوړنو یادونه کړې.


































