د بشري حقونو نړیوالې ادارې په یوه تازه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو وروستي بریدونه غندلي دي. ددغه ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو په کابل او غزني کې ماشومانو ته تلفات واړول او د خونړیو بمي بریدونو مسوولیت یې ومانه. دغه اداره وایي د ماشومانو وژل او دوی په نښه کول جنګي جنایت دی او دغه ډلې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړې دي. د بشري حقونو نړیواله اداره په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې په خپلو جګړو کې د عامو وګړو په تېره ماشومانو ژوندانه ته جدي پاملرنه وکړي او د جنګي جنایتونو له ترسره کولو دې ډډه وکړي.


































