د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د بین الافغاني غونډې هر کلی کړی دی او وایي دا د مسکو د غونډې دوام دی. ددغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي دوی هیله لري چې د افغانستان ستونزه د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ حل کړل شي او دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي. د نوموړې په خبره د دوحې بین الافغاني غونډه او ددې غونډې دوام په افغان سوله کې خورا مهم او ګټور ګام دی او دغه لړۍ باید ادامه پیدا کړي.


































