د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، هغه کسان به ډېر ژر خوشي شي چې په وروستيو کې د پوځي عملياتو پر مهال نيول شوي دي. په دايميرداد ولسوالۍ کې سې شنبه ناوخته افغان ځواکونو عمليات وکړل چې په هغه کې یې ملکي وګړو او ډاکټرانو ته مرګ ژوبله واړوله. د میدان وردګو ولایت مقام وایي، چې په دې پېښه کې ځينې کسان نیول شوي هم دي، خو تر لومړیو پوښتنو ګروېږنو وروسته به بېرته خوشي کړل شي. د ولایت مقام دا ادعا هم کوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د روغتیايي چارو مسوول هم وژل شوی دی. بلخوا په نيول شويو کسانو کې يو تن د دغه کلنيک ډاکټر دى.


































