د هېواد د احصایې ملي اداره وایي چې د جنوبي اسیا په کچه افغانستان د نفوسو تر ټولو چټکه وده لري او خبرداری یې ورکړی دی چې تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به د دغه هېواد د نفوسو کچه دوه برابره شي. د دغې ادارې مشر احمد جاوید رسولي، نن د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، افغانستان اوسمهال ۳۲.۲ میلیونه نفوس لري، خو هرکال په دغه هیواد کې د نفوسو وده ۲.۱۴ فیصدو ته رسیږي. په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی دی چې که چېرې په افغانستان کې د نفوسو وده په همدې ترتیب وده وکړي، نو تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د دغه هیواد نفوس دوه برابره شي او په همدې اندازه به د خدماتو د وړاندې کولو کچه راټیټه شي.


































