په واشنګټن کې د چين سفارت دخپرې کړې خبرپاڼې له مخې د چین، روسیې، او امریکا استازو د افغان سولې په تړاو په بېېجنګ کي درېیمه مشورتي ناسته کړې. چين، روسیې، او امریکا دغه راز دې مجلس ته د پاکستان د استازي د ورتګ هرکلی هم کړی ځکه چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لوبوي. د څلورو واړو هېوادونو استازو د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه نظرونه سره شریک کړي، او په دې همنظره شوي چې ګډ کار او همکاري د افغانستان او سیمي لپاره د سولي، ثبات، او اقتصادي پرمختګ زیری له ځان سره لري. څلورو واړو لورو په مسکو او دوحه کې د بین الافغاني ناستو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د عمومي سولې لپاره باید یو همه شموله سیاسي چوکاټ تضمین شي. څلورو واړو هېوادونو پر ټولو لورو غږ کړی چې تاوتریخوالی راکم کړي، او د یوه دایمي اوربند لپاره ملا وتړي. دغه راز دې هېوادونو په دې هوکړه کړې چې روانه څلور اړخيزه همکاري باید جاري وساتي، او ژمنه يې کړې چې نورو مهمو هېوادونو ته به هم بلنه ورکړي چې په راتلونکو ناستو کې برخه واخلي.


































