د ښار او کور جوړونې وزارت په هېواد کې د ځکمې د شاوخوا ۱۸ زرو لویو او کوچنیو غاصبینو د پېژندو خبر ورکوي او وايي چې له دوی سره به قانوني چلند وشي. په ښار جوړونې وزارت کې د ځکمو اړوند ستونزو ته د رسېدنې رییس صیاد احمدي په یوه خبري ناسته کې وویل، تر اوسه په ټول هېواد کې د ځکمو شاوخوا ۱۸ زره لوی او کوچني غاصبین پېژندل شوي دي. هغه دې ته په اشاره چې د ځمکې غاصبین د مخکې په پرتله کمزوري شوي وویل، له پېژندل شوو کسانو سره به قانوني چلند وشي. نوموړی وايي، ترسره شوو څېړنو ته په کتو په افغانستان کې شاوخوا ۷۰ سلنه شخړې د ځمکې اړوند دي چې ټولنه یې ناارامه کړې ده. خو د افغانستان د ستراتيژیکو څېړنو دفتر چې تازه یې د «قدرت، نابرابرۍ او په افغانستان کې د ځمکې پر سر سیمه ییزې شخړې د کابل ښار د څنډو سیمې مطالعې» په نوم یوه څېړنه خپره کړې وايي، پالیسي جوړوونکي بنسټونه په هېواد کې د نابرابریو، د ځکمې د غاصبینو د تقویې او د ځکمو د شخړو لامل شوي دي.


































