د امریکا د اردو یو جنرال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه خبرداری ورکړی. مارک میلي، د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي دي چې دا کار به یوه ستراتیژیکه تیروتنه وي. میلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لوی درستیز څوکۍ ته کاندید شوی دی، دغه څرګندونې د امریکا د سنا مجلس د نظامي خدمتونو د یوې کمېټې غونډې ته کړې دي. سره له دې چې میلي په دې تاکید کوي چې د افغانستان جګړه یواځې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کیدای شي خو د هغه په اند له افغانستانه په بېړه د ځواکونو ویستل به هم یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي.


































