د بشري حقونو نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې په میدان وردګ ولایت کې پر یو روغتیايي کلینیک د برید په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملین یې مجازارت کړي. دغه سازمان چې مرکز یې په نیویارک دی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغان ځانکړو ځواکونو تېره اونۍ په دای میرداد ولسوالۍ کې د یو روغتون څلور روغتیايي کار کوونکي وژلي دي. بیان وايي، د نړیوالو جنګي قوانینو له مخې په قصدي ډول پر روغتیايي مرکزونو باندې بریدونه او په توقیف کې د ملکیانو وژل جنګي جنایت ګڼل کېږي. په دغه بیان کې د اسیا لپاره د بشري حقونو سازمان د مشرې پټریشا ګوسمن له قوله راغلي، پر روغتیايي تاسیساتو باندې حملې د جګړې قوانین تر ګواښ لاندې راوړي. او که چیري یې عاملین مجازات نشي دا ډول اعمال به دوام وکړي. تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې هم د دغه برید غندنې ترڅنګ له افغان حکومت څخه غوښتي و چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.


































