ترکیې افغانستان ته د څلورنیم میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې واستولې. د ترکیې ډیلي سبا ورځپاڼې لیکلي چې دا کار د هغه تړون له مخې شوی چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په سپتمبر کې لاسلیک شوی وو. دا مرستې د افغان ملي پوځ پر لوژستیکي عملیاتو لګول کېږي. له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې څه باندې ۲۶۰۰ نارینه او ښځينه افغان پولیس د ترکیې د پولیسو په اکاډمۍ کې روزل شوي دي. که څه هم د جغرافیایي موقعیت له اړخه د افغانستان او ترکیې ترمنځ ۳۰۰۰ کیلومتره واټن دی، خو دواړو هېوادونو د ترکیې جمهوریت د تاسیس د پیل له کلونو راهیسې په خپلو کې نږدې اړیکې ساتلي دي.


































