په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی او ددې وخت دی چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. هغه همدا راز د قطر غونډه د مسکو تر غونډې غوره بللې او وایي، په دې غونډه کې افغانان سولې ته نور هم نږدې شوي دي. جان باس وايي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او امریکا هیله لري چې په دې توګه وکړی شي روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.


































