د افغانستان دايمي او اوږده جګړه پای ته رسول کېږي. د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته مخکښ نوماند جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې به اوږدې او دغه روانې دایمي جګړې ته د پای ټکی کېږدي. دده په خبره په منځني ختیځ کې به جګړې پای ته ورسوي او له دغه جګړو به د امریکا پښه وباسي. هغه د یمن او عربستان ترمنځ روانه جګړه کې هم د امریکا د رول پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی. دده په وینا واشنګټن به له دغه ښکېلتیا وباسي. جو بایډن په امریکا کې پر لوړو حکومتي څوکیو دنده ترسره کړې ده او اوس په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ ټاکنیز سیال دی.


































