په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، چې یو امریکايي سرتېری یې وژل شوی دی. غوڅ ملاتړ ماموریت وایي دغه سرتېری نن وژل شوی، خو د پېښې د څرنګوالي او سرتېري په اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي. ناټو ویلي چې د وژل شوي سرتېري نوم او نور معلومات به د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو وروسته خپاره کړي. په افغانستان کې دمګړی د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۹ زره امریکايي عسکر فعالیت کوي. له دې وروستۍ پېښې سره په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکایي عسکرو شمېر لسو کسانو ته ورسېد.


































