شد بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې يو شمېر وسله وال يوې ودانۍ ته ننوتلي او دمګړۍ له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. د یاد ولایت روغتیایي کارکوونکي وایي چې له دې جګړې تر اوسه درې مړي او لس ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. دوی د مړو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بيک وايي، دوه ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، د دولتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. هغه وايي چې دا مهال په سيمه کې د دولتي ځواکونو او بريد کوونکو ترمنځ نښته روانه ده. د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده.


































