د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستیم د ملي امنیت شورا او ولسمشر غني له اجازې پرته د جګړې لومړۍ کړښې ته تللی دی. د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج ویلي، دوستم د قوش تپې د سقوط په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یاد ولایت ته تللی دی. ته ینج ویلي، له شمالي سیمو په ځانګړې توګه، جوزجان سره سیاسي برخورد کېږي. د هغه په خبره، وخت ډېر نازک وو ځکه یې اجازه هم نه ده اخیستې. نوموړی تر دې وړاندې هم یو ځل د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وو خو په هغه وخت کې یې پخپله ویلي وو چې د ولسمشر په اجازه تللی دی، خو دا ځل یې له هیچا سره په دې اړه همغږي نه ده کړې.


































