د امریکا کانګرس ته د پنټاګون په لېږل شوي راپور کې ویل شوي، چې هند په سیمه کې د امریکا ښه ملګری دی او دوی به په افغانستان کې د امریکا له ماموریت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. د امریکا ددفاع وزارت په دغه راپور کې راغلي، چې هند په افغانستان کې د ترهګرو د مخنیوي او د پاکستان د نفوذ کمولو په برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته تیار دی. سرچینه کاږي چې هند به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانې مبارزې په برخه کې هم مالي او نورې مرستې وکړي. تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو، چې هند یې په سیمه کې ښه ملګری دی او دغه هېواد به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او امریکایي ماموریت په برخه کې مرسته کوي.


































