په ولسي جرګه کې د کمېسیونونو مشرۍ او غړیتوب لپاره د ټاکنو جنجالي پروسې د جرګې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي. د ولسي جرګې غړي وايي، سره له دې چې د حکومت ډیری وزیران سرپرستان دي، هیواد له ناسم امنیتي وضعیت سره مخ دی خو د ولسي جرګې ټاکنو پروسه ددې لامل شوې، چې دغه جرګه پر وخت خپلې چارې ترسره نشي کړای. په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمیر نور وکیلان د کمیسیونونو انتخاباتو پرسر له را پورته شویو ستونزو اندېښنه ښيي او زیاتوي، چې ځینو مهمو کمیسیونونو کې ټاکنې له درغلیو ډکې وې. د ولسي جرګې کمیسیونونو پر سر د نوماندانو ترمنځ شخړې لاهم دوام لري او ځینو مهمو کمیسیونونو ته له ټاکل شوي شمېر زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي او غواړي ټاکنې له جنجال سره مخ کړي.


































