د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د پنځم ځل لپاره پر هندي پروازونو د بندیز موده غځولې ده. پاکستاني چارواکو ویلي دا بندیزونه به د روانې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې دوام کوي. سرچینه کاږي تر هغه وروسته به دوی په دې اړه پلټنې کوي، چې تر یادې مودې وروسته هندي پروازونو ته اجازه ورکړي کنه. کله چې په پاکستاني کشمیر کې هندي الوتکو هوایي برید وکړ، ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. پاکستان له افغانستان هم الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان پر فضا خاورې هند ته تېرې شي.