د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي، هڅه کوي له دې وروسته ترکیې ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي. سلیمان سویلو په ایران کې د افغان کډوالو ژوند ته په اشارې ویلي، دوی ترکیې ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخنیوي په موخه له افغانستان او ایران سره خبرې پیل کړې دي او د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې دې هېواد ته د کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي. سلیمان زیاته کړې، ډېری افغان کډوال هڅه کوي له ډېرو خطرناکو لارو لومړی ایران، ترکیې او بیا اروپایي هېوادونو ته لاړ شي چې ډیری وخت یې د مرګ باعث ګرځي خو دا لړۍ لا هم همغسې روانه ده. هغه ویلي، هېواد کې یې ترور، قاچاق او ډېر نور غیر قانوني کارونه ډېر شوي دي چې دوی یې لامل په یاد هېواد کې د غیر قانوني کډوالو موجودیت بولي.


































