په هېواد کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، ټاکنو ته نږدې دوه میاشتې پاتې دي، خو کمیسیون یې تر دې دمه کارونه نه دي تنظیم کړي. بل پلو د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وایي چې دوی د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په رسمي توګه نه ده ترلاسه کړې. ددغه کمیسیون یوه تن ویاند ذبیح الله سادات رسنیو ته ویلي، چې د بودیجې ژمنه شوې ده، خو تر دې دمه په رسمي توګه ددغه کمیسیون په واک کې نه ده ورکړل شوې. دده په خبره ډاډه دي چې بودیجه به ترلاسه کوي، خو یو لړ تخنیکي ستونزو تر دې دمه ځنډولې ده. بل پلو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو دفترونه هم په دې اړه اندېښنه ښيي او وایي چې کمیسیون یې په کارونو کې د اړتیا وړ چټکتیا نه لري.



































