د ولسمشر دویم مرستیال وايي حکومت په ټوله معنا د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو له طالبانو غواړي چې اساسي قانون کې د ذکر شویو ارزښتونو جمهوریت، انتخاباتو، د بیان ازادي او د ښځو حقوقو ته غاړه کېږدي. حکومت هیله مندي ښيي چې د سولې پروسې بل پړاو بین الافغاني مذاکرات به ژر، په منظم او متمرکز ډول پیل شي. سرور دانش وایي د بین الافغاني مذاکراتو منظم ترسراوی به ددې سبب شي چې افغانان یو ګام نور هم سولې ته نږدې شي. د افغان سولې بهیر څخه د حکومت مشروط ملاتړ داسې مهال دی، چې ددغه بهیر په اړه د چین، روسیې او متحده ایالاتو ترمنځ درې اړخیزه ناسته کې د سولې هلو ځلو چټکولو باندې توافق شوی دی.



































