د عامې روغتیا وزیر وايي چې له زیات کار او هڅو سره سره لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. فیرزوالدین فیروز دغه راز ویلي، چې د سکټوري وزارتونو په هڅه د خوارځواکۍ اندازه له ۶۰ سلنې۳۶ سلنې ته راښکته شوې ده. دده په خبره خوارځواکي یوه خاموشه غمېزه ده، چې په ډېرو هڅو او زیار یې کچه راټيټه شوې ده. دده په وینا لا هم ۳۶سلنه خوارځواکي لوړه شمېره ده او هڅه کوي دغه شمېره هم راښکته کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید اقا حسین سانچارکي بیا له رسنيو غوښتي، چې د خوارځواکۍ او بېوزلۍ پرضد د مبارزې لپاره په عامه پوهاوي کې همکاري وکړي.



































