په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند رسنیو ته ویلي چې جیمز ریان څلوېښت کاله عمر درلود او تېره ورځ په فاریاب ولایت کې په یوه نښته کې وژل شوی دی. امریکایي چارواکو د نوموړي مړینه ضایعه بللې ده او هغه یې یو پیاوړی امریکایي سرتېری یاد کړی دی. ده د خپل نظامي ماموریت په لړ کې ګڼې جایزې او مډالونه هم ګټلي وو. بل پلو طالبانو بیا له رسنیو سره په خبرو کې ددغه سرتېري د وژل کېدو مسوولیت منلی دی. دوی ویلي چې ددې تر څنګ یې په میدان وردګو کې هم د امریکایي ځواکونو پر ټانک برید کړی دی او دوه عسکر یې وژلي دي، خو امریکایي ځواکونو دغه خبره نه ده تایید کړې.



































