اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن یې په ټاکنو کې د ښځو ونډې تر نامه لاندې کنفرانس ته خبرې کولې وویل، چې افغانستان په یوه کړکېچ کې دی او یوازې شفافې ټاکنې کولی شي دغه کړکېچ پای ته ورسوي. عبدالله عبدالله همدا راز د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون غږ وکړ، چې له تېرو تجربو په ګټه اخیستنې دې راتلونکې ټاکنې په سمه توګه تنظیم کړي او د هر ډول درغلۍ او فساد مخه دې ونیسي. هغه په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم مهمه بللې ده او وایي چې ښځې د افغانستان د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او په ټاکنو کې ددوی ګډون حتمي دی.



































