د ملټري ټایمز په نامه یوې امریکایي ورځپاڼې د افغان سولې په اړه یو مطلب خپور کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ښه خبره ده خو په بېړه له دې هېواده وتل به له ویتنامه د سترې ماتې په مانا وي. سرچینه کاږي، که داسې وشي نو دا به د امریکایي سرتیرو او افغانانو په زړونو کې چې ډیرې سختۍ یې ګاللې دي ژور داغونه پریږدي. د مطلب لیکوال ویلي، بېړه په دې مانا ده چې په افغانستان کې د امریکایانو میلیاردونه ډالر هیڅ په هیڅه له لاسه وتلې دي. د لیکوال په باور د شوروي له ماتې وروسته امریکا دا هېواد یوازې پرېښود خو دا ځل افغانانو دا فکر کاوه چې بیا به امریکا داسې کار نه کوي خو دادی په رڼو سترګو به د امریکایانو وتل ننداره کړي او دوی به یو ځل بیا تر پخوانیو هغو سختدریځو وسله والو ته پرېږدي.



































