د ولسي جرګې د کمېسیونونو مشرۍ او غړیتوب لپاره ټاکنو کې په پراخه کچه اداري فساد روان دی. د ولسي جرګې غړي وایي، چې د کمیسیونونو ریاست لپاره د کمپاین پرمهال د ولسي جرګې د غړو ترمنځ پیسې ویشل شوې او حتی یوه رایه آن د۳۰ زره ډالرو په بدل کې کارول شوې ده. په ورته مهال ځیني وکیلان د دې بنبست د حل غوښتنه کوي او وايي، چې ژر دې دغه معضله ختمه شي، څو نورو کارونو ته رسېدګي وکړي. یو شمېر نور وکیلان بیا د دغې لانجمنې پروسې د ختمېدو غوښتنه کوي او وايي، چې ډیری نور کارونه په مخ کې لري چې اړتیا ده رسېدګي ورته وشي. د ولسي جرګې د کمېسیونونو غړیتوب لپاره د وکیلانو ترمنځ دغه جنجالونه داسې مهال دي، چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته ولسي جرګه خپلې دوبنۍ رخصتۍ پیل کړي.



































