ګرانو دوستانو! همدا اوس چې تاسو دغه پيغام لولی، زه نور په افغانستان کې د چين لوی سفير نه يم او زما د دغه ماموريت موده پای ته ورسېده او له دې هېواد نه د چين پر لور روان يم. وخت ډېر کم دی، نو بښنه غواړم چې له ټولو افغان ملګرو څخه مې په جلا جلا توګه خدای پاماني وا نه خيسته.
کله مې چې له دغه هېواد څخه د چين پر لوري حرکت کاوه، سترګې مې له اوښکو څخه ډکې وې، ځکه چې افغانستان لومړنی هېواد دی چې ما پکې د چين د لوی سفير په توګه دنده تر سره کړه، په دغه هېواد کې خلکو له ما سره ډېره ښه چلند کړی او په ډېرې مهربانۍ سره يې راسره مرستې کړې چې په دې کار سره مې د چين او افغانستان لرغونې، اوږده او پراخه دوستي احساس کړې او په افغانستان کې مې د چين د سفير په توګه د دندې وياړ تر لاسه کړی او خپل مسووليت مې هم پېژندلی دی.
دا زما دنده وه چې د ریيس شي جېن پېنګ د استازي په توګه د ده او د چين د حکومت حکمونه تطبيق کړم او د رييس شي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ په بېلابېلو برخو کې شوې موافقې پلې کړم. افغانستان ته د ریيس شي پاملرنې او د خپلمنځي دوو اړخيزو اړيکو د ودې لپاره د دواړو هېوادونو د مشرتابه او حکومتي ادارو هلو ځلو پر ما او د چين سفارت پر نورو همکارانو ډېر اغېز وکړ او موږ د نوموړي تر لارښوونې لاندې، د دغو اړيکو لپاره تر خپل وس پورې خدمتونه کړي دي.
په تېرو ۵۷۳ ورځو کې ما د سفارت له همکارانو سره يو ځای له خطرونو او ستونزو سره سره، د افغانستان شپږو ولايتونو ته سفرونه کړي، د بېلابېلو ټولنو له زرو شخصيتونو سره مو کتلي، د دواړو هېوادونو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته مو وده ورکړې، د دواړو هېوادونو لخوا د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې لپاره مو هڅې کړې او د افغانستان د سولې او بيارغونې او د خلکو د سوکالۍ لپاره مو مرستې برابرې کړې دي.
هغه څه چې له ما سره يې ژورې خاطرې پاتې دي، کوچني کارونه دي. د بېلګې په توګه، چين ته د افغان جلغوزيو صادرات پيل شوي، په چين کې د زړه پر ناروغۍ د سلو اخته افغان ماشومانو درملنه شوې، د چين د اکروباتيک هنري هيئت په افغانستان کې هغو افغان يتيمو ماشومانو ته د دغه هنر لوبه تر سره کړه، چې د جګړې له امله يې خپل پلرونه او ميندې له لاسه ورکړي او د چين سفارت د افغانستان د لرې پرتو غرنيو سيمو هغو ماشومانو ته له نږدې څخه د پانډاګانو د کتنې زمينه برابره کړه او دا د دغو ماشومانو هيله وه. دا د چين سفارت د همکارانو د کوښښونو ښکارندويي کوي او له افغانانو سره د چينايانو ژور احساسات منعکسوي.
زما لپاره تر ټولو د خوښې وړ خبره دا ده چې د چين ، افغانستان او پاکستان خارجه وزيرانو د ترهګرۍ ضد همکاريو تفاهم ليک لاسليک کړ. زما لپاره تر ټولو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې د کرنيزو چارو يو افغان متخصص چين ته د روزنې لپاره له روانېدو څخه يوه ورځ مخکې په يو ترهګريز بريد کې ووژل شو، د ده په لاس کې ټينګ نيول شوی چين ته د ويزې فورم په وينو رنګ شوی و.
هغه څه چې زه ترې ډېر متاثر شوی وم، د افغانستان د ملي موزيم دروازې ته مخامخ پر يو څلي ليکل شوې جمله ده، چې وايي: ”يو ملت تر هغه وخته پورې ژوندی وي، چې کلتور يې ژوندی وي“. همدا راز هغو افغان تاريخي اثارو هم ډېر اغېز را باندې کړی، چې له جګړو څخه خوندي ساتل شوي او په چين کې نندارې ته وړاندې شوي دي. هغه څه چې ډېر خوند مې ترې واخيست، د باميان ولايت د بند امير سکون او پوخ شين رنګ دی او همدا راز د واخان د سرحدي سيمې د خلکو ساده دودونه دي.
هغه کس چې زه ورته ډېر درناوی کوم، د چين سفارت زوړ کارکوونکی دی چې علي نومېږي، هغه په تېرو لسګونو کلونو کې شپه ورځ په وفادارۍ سره خپله دنده تر سره کړې، له زور زياتي څخه نه ډارېږي، هغه کار ډېر کوي؛ خو خبرې کمې کوي. هغه څه چې زما ډېر خوښېږي، د کابل ښکلو هنرونو پوهنځي د معيوبو ماشومانو لخوا کښل شوي انځورونه دي، د دوی د انځورګرۍ تخنيک پېچلی نه دی،خو کوم احساسات چې په دغو انځورونو کې پراته دي، هغه د دغو ماشومانو له عمر څخه لوړ ښکاري.
هغه څه چې زما ډېر يادېږي، افغان ماشومان دي. نه پوهېږم چې د هرات ولايت هغه ماشومان چې د وشو لوبې زده کړه يې کوله، اوس به هم د دې لوبې پر روزنه بوخت وي او که نه؟ په مزارشريف کې د چين او افغانستان دوستۍ ښوونځی به په روان کال کې جوړ شي که نه؟ د کابل ښار په چهار راهي قمبر سيمه کې به د کډوالو د کمپ ماشومان د روان کال د ژمي په سړه هوا کې د ټولګيو لپاره کړکۍ او د ګرمولو سيسټم ولري او که نه. ايا سږ کال به د يتيمانو ساتلو مرکز کې ماشومان يوځل بيا چيني هنري ننداره کتلی شي او که نه؟ ايا اوس به هم د پغمان ښوونځي نجونې په خېمو کې درس وايي؟ ايا د قرغې په بند کې به کم عمره ماشومان لمبو وهي او کبان به نيسي او که نه؟
سوله د هوا په څېر ده چې نه شي لمس کېدای، خو له هغه څخه پرته خلک ژوند نه شي کولای. د افغانستان خلک په تېره بيا ماشومان جګړې ډېر ځپلي دي، چې بايد داسې نه وای، جګړه د دوی د ژوندانه لپاره د تحمل وړ نه ده. ما او زما چيني ملګرو دا هيله درلوده چې افغان ماشومان د چيني ماشومانو په شان، خوشال، ارام او هوسا ژوند ولري، په خوشالۍ سره مکتب ته ولاړ شي او روغ رمټ کور ته بېرته ستانه شي.
زه افغان ملګرو ته نيکې هيلې وړاندې کوم، هيله من يم چې په افغانستان کې سوله ژر تر ژره رامنځ ته شي، ارامتيا او روغتيا مو نصيب شه.
تاسو به مې تل يادېږی.