ډېر ژر به په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک کېږي. له دې هوکړې وروسته به طالبان بینالافغاني خبرې پیلوي چې حکومت به هم د یوه سیاسي اړخ په توګه پکې برخه اخلي. د هوکړه لیک له مخې به بهرني ځواکونه په ټاکلې موده کې له افغانستان څخه وځي، خو د وتلو له پیل سره به یې طالبان اوربند هم کوي.
اوس چې د سولې پروسه بریالۍ روانه ده، طالبان د ټاکنو مخالف دي، خلک هم سولې ته لومړیتوب ورکوي او ټاکنې د سولې د تخریب هڅه هم ګڼل کېږي، نو بیا ولې پر ټاکنو ټینګار کېږي؟ ولې خلک پر ټاکنو بوخت ساتل کېږي؟ ولې په دې برخه کې پیسې لګول کېږي؟
دا سمه ده چې ټاکنې یوازې د واکمن ټیم غوښتنه ده، ځکه دوی د خپل واک او ځواک د دوام لپاره همدا ټاکنې یوازینۍ لاره ګڼي. دوی فکر کوي چې که ټاکنې وشي، دوی په دولتي پیسو او ځواک سره کولی شي پراخې درغلۍ وکړي او ټاکنې وګټي. په دې سره به دوی بیا د پنځو کلونو لپاره واکمنان وي. واکمن ټیم پر ټاکنو ټینګار کوي، خو دا ځل نه ورسره ولس ټاکنې غواړي او نه یې هم نړیوال ملاتړي غواړي چې ټاکنې وشي. خلک غواړي سوله وشي او له هغه وروسته پراخو، سراسري او عادلانه ټاکنو ته لاره برابره شي. د حکومت بهرني ملګري چې تل یې پرې تکیه کړې، هم نه غواړي چې ټاکنې وشي، ځکه دوی له طالبانو سره په خبرو کې دي او غواړي له دې لارې خپلې ګټې او موخې تعقیب کړي.
که حکومتي چارواکي دا فکر کوي چې امریکايي لوری ټاکنې یو مخ نه هېروي، دا سمه ده، خو هغوی د ټاکنو له یادولو ځانګړې موخې لري او مطلب یې دا نه دی چې ټاکنې به کېږي او یا باید وشي. بهرنیان له یوه اړخه غواړي حکومت په تمه وساتي او یو ډول ډاډ ورکړي. له همدې امله د ټاکنو نوم اخلي او آن امرېکا له ټاکنو سره دېرش میلیونه ډالره مرسته کړې ده. له بله اړخه د امریکا اصلي موخه د ټاکنو له یادولو دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي. امریکا د ټاکنو په یادولو سره طالبانو ته بیا بیا دا پیغام ورکوي چې که دوی سوله نه کوي او په دې برخه کې له خپل دریځ څخه نه تېرېږي، نو ټاکنې به کېږي او طالبان باید پنځه کاله نور هم وجنګېږي.
رښتیا دا دي چې ټاکنې نه کېږي، ځکه له یوه اړخه خلک په ټاکنو کې برخه اخیستو ته زړه نه ښه کوي او دا د سولې پر وړاندې خنډ ګڼي. له بله اړخه امریکا او ملګري یې هم د ټاکنو پر ځای له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی غوره ګڼي. حکومت ته پکار ده چې د خلکو د بې ځایه بوخت ساتلو پر ځای پر اصلي چاره تمرکز وکړي. ټاکنې نه کېږي، نه دې خلک بوخت ساتل کېږي او نه دې په دې برخه کې لګښت کېږي، بلکې اصلي تمرکز پر سوله دی. اوس د دې وخت دی چې د سولې چارې ته پوره پام وشي، په دې برخه کې شته خنډونه وپېژندل شي او د یوې رښتینې سولې لپاره د خلکو هڅې همغږې شي.