ولسمشر غني تېر ماښام له خیبر پښتونخوا او کوټې څخه د افغان امن نړیوال کنفرانس ته راغلو پوهانو او سیاستوالو سره وکتل. په دې کتنه کې د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، چې د سولې مذاکرات باید د افغان حکومت په مشرۍ اومالکیت ترسره شي. په دې لیدنه کې ولسمشر غني ویلي، چې جنګ حدود نه لري، ځکه چې تپل شوې جګړې د ډیورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قرباني شوي او لا هم هره ورځ قرباني کېږې. غني زیاته کړې، روان جنګ د ثبات، هوساینې او انکشاف اصلي مانع دی، نو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه او خلک باید د باعزته او تلپاتې سولې لپاره دغه جنګ او بحران ته د پای ټکی کېږدي.





























