پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، چې د ټاکنو لپاره یوه اوونۍ پاتې ده، خو اوس هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون تخنیکي او اداري چارې بشپړې شوې نه دي. د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو ته یوه اوونۍ پاتې ده خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د ورځې لپاره دوه سوه زره کارکوونکیو ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې نیمايي نه دي ګومارل شوي او د روزنې چارې يې هم پاتې دي. څارونکي بنسټونه وايي، چې وخت کم او د کارکوونکو د استخدام او روزنې چارې پڅې روانې دي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مسوول نعیم اصغري وايي، چې پاتې څو ورځو ته په کتو که ټاکنیزې چارې سمې تر سره نشي، د تېر په څېر به درغلۍ بیا تکرار شي. ټاکل شوې، چې ولسمشریزې ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي؛ ناامنيو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارو د نا اغیزمنتوب په اړه راپورته شوو پوښتنو او غوښتنو ته په کتو به څرګنده شي، چې دا ټاکنې به د خلکو او نوماندانو لپاره د منلو وړ وي او که نه.





























