د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، یوې باورې سرچینې ورته ویلي چې طالبان وایي غټه غلطي ترې شوې. ټرمپ په سپینه
ماڼۍ کې د استرالیا د صدراعظم سکاټ موریسن سره د لیدنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو سره لیدو ته یې بشپړ چمتوالی درلود، خو زیاتوي، کله چې پوه شو هغوی اوربند نه کوي، نو د دوی زحمتونه بېځایه دي. ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په طالبانو دومره سخت ګوازرونه شوي چې د جګړې په دې تېرو ۱۹ کلونو کې ساری نلري. د امریکا کانګرس کې هم یو شمیر استازي په دې اند دي چې د سولې خبرې دې بیا پیل شي. د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایلیوت انگل وایي د ١٨ کلنې جگړې وروسته واقعیت دادی چې طالبان لاهم شته او اړتیا ده چې ددې حقیقت سره سروکار ولرو.





























