برېتانیا وايي له افغانستان سره د سولې، پرمختګ او بشري مرستو په برخه کې همکاري کوي. د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تېر ورځ یې د افغانستان له ملاتړو هېوادونو سره غونډه درلوده. برېتانوي چارواکو په دې غونډه کې د افغانستان له هغو ګڼو نړیوالو ملاتړ سره خبرې کړې دي چې دلته په بېلو برخو او پروژو کې همکاري کوي. د سرچینې په وینا په دې غونډه کې په افغانستان کې پر اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې شوې دي او په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بلل شوی دی. برېتانیا ټینګار کړی چې ټول ملاتړي هېوادونه باید د بشري مرستو، سولې، ټاکنو او پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري ډېره کړي. ملاتړو هېوادونو هم ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې د ښې راتلونکې لپاره هېڅ راز هڅې نه سپموي.





























