ولسمشر غني وايي طالبان دې د رښتینې سولې لپاره تر هر څه وړاندې اوربند اعلان کړي. ولسمشر غني نن د سولې ورځې په مناسبت په خپاره کړي ویډیويي پیغام کې ویلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې بې ساري هڅې کړې دي. دده په وینا حکومت بریالی شو، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د سولې د خبرو او مذاکراتو لپاره قناعت ورکړي. دده په خبره سوله یوازې یو شعار و، خو حکومت په دې بریالی شو، چې نړیوال په عملي توګه د افغان سولې لپاره په هڅو کې ښکېل کړي. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، اوربند وکړي او دایمي سولې ته لار هواره کړي. د ولسمشر غني په خبره تر هغه چې وینه تویېږي او جګړې روانې وي سوله هم نه شي راتللی. نوموړی وایي ددایمي سولې راتګ، دقت او حوصله غواړي او په خبره یې په دې مهمه مسئله کې بېړه نه ده په کار. هغه یو ځل بیا حکومت سولې ته ژمن وباله او زیاته یې کړه هغه سوله ورته د منلو وړ ده چې د افغانانو عزت خوندي کړي او په افغانستان کې ددایمي ثبات سبب شي.





























