کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې پر یو مني بوس موټر د چاودنې له امله شپږو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په خبره پېښه پرون ماسپښین د یاد ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر هغه موټر شوې ده چې له دې ولسوالۍ څخه یې مسافرین د کندهار ولایت ښار ته لېږدول. په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان دي. که څه هم تر اوسه طالبانو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو کورنیو چارو وزارت یې پړه پر یادې ډلې اچولې ده.





























