په امریکا کې یوه نظر پوښتنه ښيي چې له طالبانو سره خبرې کول او یا نه کول د امریکا پر ملي امنیت کوم اغېز نه لري. هېل امریکایي ورځپاڼې او یوه څېړنیز مرکز په ګډه یوه نظر پوښتنه کړې ده او په هغه کې یې له خلکو پوښتلي، چې له طالبانو سره خبرې د امریکا پر ملي امنیت اغېز لري او کنه. په دې نظر پوښتنه کې پنځوس سلنه وګړو، ویلي چې له دغه ډلې سره خبرې د امریکا پر ملي امنیت اغېز نه لري. ۲۷ ویلي چې دغه خبرې د امریکا پر ملي امنیت اغېز لري او ۲۳ سلنه بیا ویلي چې له طالبانو سره خبرې د امریکا لپاره خطرونه جوړولی شي. دغه نظرپوښتنه داسې مهال ده، چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور د خپل ملي امنیت د تامین لپاره مهم بولي او په همدې پلمه دلته د نظامي اډو پر لرلو او نظامي حضور ټینګار کوي.





























