د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان او له طالبانو سره د سولې پر مسئله له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کوي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو تر عمومي غونډې یوه ورځ مخکې به عمران خان له ټرمپ سره ګوري او له هغه به غواړي چې له طالبانو سره خبرې بېرته پيل کړي. عمران خان به دغه راز د افغانستان او کشمیر پر مسئله هم له امریکايي چارواکو سره خبرې ولري. د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د سه شنبې په ورځ جوړېږي او په هغه کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازي او ولسمشران ګډون کوي. په دې غونډه کې د هغو هېوادونو ولسمشران هم ګډون کوي چې په دې وروستیو کې یې اړیکې ترینګلې شوې دي. د سعودي عربستان، ایران، روسیې، چین، هند او پاکستان مشران به هم په دې غونډه کې حضور ولري.





























