یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ټاکنیز کمېسیونونه؛ هېڅ ډول کورني او بهرني فشار ته به تسلیم نه شو

سپتمبر 23, 2019
in افغانستان
0 0

ټاکنیز کمېسیونونه وايي، دوی خپل کار په پوره شفافیت تر سره کوي او په ټاکنو کې به هېڅ کورني یا بهرني فشار ته تسلیم نه شي. تازه ټاکنیزو کمېسیونونو یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې یې همغږي زیاتېږي او هڅه به کېږي چې په ګډه د ټاکنیزو درغلیو او عدم شفافیت مخنیوی وکړي. د ټاکنیزو کمېسیونو ترمنځ د دې هوکړې د لاسلیک پر مهال مسوولانو ویلي چې هېڅ کورني او بهرني فشار ته به تسلیم نه شي.

سره له دې چې لا هم د ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښنې موجودې دي او ولس دا وېره لري چې ښایي رایه یې ځای ونه نیسي، تازه د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران وایي چې حق به حقدار ته رسوي. د دوی په خبره، هېڅ کورني یا بهرني فشار ته نه تسلیمېږي او شفافو ټاکنو ته ژمن دي. د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولانو یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، چې د دواړو لورو ترمنځ دا تفاهم لیک له دوی سره د شفافو ټاکنو د تر سره کېدو په برخه کې مرسته کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې او انتخاباتي کمېسیونونه ډاډ څرګندوي، چې د میزان په شپږمه ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو ته پوره چمتووالی لري. د ټاکنیزو کمېسیونونو له دې څرګندونو، چې ګواکې هېڅ راز کورني یا بهرني فشار ته به تسلیم نه شي، ښکاري چې ځینې کړۍ غواړي د دغه کمېسیون پر کړنو نفوذ ولري. تر دې وړاندې هم په ولس کې دا وېره وه، چې ښایي ټاکنې وشي، خو د تېر په څېر یې پایلې د یوه درېیم هېواد د استازي له لوري روښانه شي. خو تازه ټاکنیز کمېسیونونه د فشار د نه منلو ډاډ ورکوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسه وایي، دوی ژمن دي چې شفافې ټاکنې تر سره کړي او د دغه ټاکنو په لار کې ټول خنډونه له منځه یوسي. زهره بیان شینوارې وايي: ((په دې توګه به موږ په خپلو چارو کې نوره همغږي هم رامنځ ته کړو. موږ به د چا فشار و نه منو او ټاکنې به د خلکو د باور وړ وي)).

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه بیا وایي چې دوی د ټاکنو لپاره ټول اړین تدابیر نیولي دي او ټاکنې به په خپل وخت تر سره کېږي. د حوا علم نورستانۍ په خبره، کمېسیون ټولې چارې مهالوېش ته په کتو تنظیم کړې دي او امنیتي ادارې پوره همغږي ورسره لري. نوموړې وايي: ((موږ ټاکنو ته ټوله تیاري نیولې ده. په ټاکنو کې به هېڅ راز کورني یا بهرني فشار ته تسلیم نه شو، بلکې د ولس حقوقو او رایې ته به ژمن وو)).

په داسې حال کې چې ټاکنیز کمېسیونونه د میزان په شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو خبره کوي، د عنایت الله حفیظ په مشرۍ ټاکنیز ټیم په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو د ځنډ غوښتنه کوي. نوموړی د یادې غوښتنې دلیل غیر عادلانه انتخاباتي سیالۍ ګڼي. د ده په خبره، ځینې ټاکنیز ټیمونه له دولتي امکاناتو په استفادې هڅه کوي، چې ټاکنې د ځان په ګټه وڅرخوي او په ټاکنو کې ښایي لاسوهنه وکړي. نوموړی وايي: ((ټاکنیز ټیمونه له دولتي امکاناتو استفاده کوي. دوی ښايي په ټاکنو کې درغلي وکړي او ټاکنې په خپله ګټه تمامې کړي. له همدې امله ښه دا ده، چې ټاکنې وځنډول شي)).

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نوموړي غوښتنې ته په غبرګون کې وايي، چې اسناد دې وړاندې شي، څو ستونزو ته رسیدګي وشي.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه د اسد یا زمري په شپږمه پیل شوي وو، چې پای ته رسېدو ته یې کمې ورځې پاتې دي او تر هغه وروسته به ولسمشریزې ټاکنې تر سره کېږي. لا هم امنیت، د فساد موجودیت، له دولتي امکاناتو د ځینو نوماندانو استفاده او دې ته ورته نورې هغه ستونزې دي، چې د شفافو ټاکنو په لار کې یې ستر خنډونه بللی شو.

Tags: featured
Share9Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

اگست 9, 2026

پنجشېر؛ د لومړۍ ربعې پر مهال د ۱۷.۷ میلیونه افغانیو کورني تولیدات پلورل شوي

اگست 9, 2026

بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

اگست 9, 2026

ونس: د هرمز تنګي د امنیت لپاره د ایران ژمنې مهمې دي

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In