د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې له افغان سفیر سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. شیخ عبدالله په دې لیدنه کې ویلي چې قطر تل د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري کړې ده او هڅه یې دا ده چې په دغه هېواد کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. نوموړي ټینګار کړی چې په دې برخه کې به یې ديپلوماتیکې هڅې روانې وي. قطر هغه هېواد دی چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان د سولې په مسئله کې ښکېل دی. د طالبانو سیاسي دفتر په دغه هېواد کې دی او داسې اټکل کېږي چې پر دغه ډله به نفوذ هم ولري. په دې لیدنه کې د اقتصادي، ديپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی.





























