په افغانستان کې په روان وضعیت کې په ټاکنو کې برخه اخیستل خورا سخت کار دی. ګارډین برېتانوۍ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي چې ناامنۍ، تاوتریخوالي او فساد د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو سیوری غوړولی دی. سرچینه کاږي د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو دلته له روان وضعیت ښکاري چې د خلکو لپاره په ټاکنو کې ګډون کول سخت کار دی. د سرچینې په خبره طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو خبرداری ورکړی دی او دغه راز یې هغو خلکو ته ګواښونه کړي چې په ټاکنو کې ګډون کوي. سرچینه کاږي چې په داسې یوه وضعیت کې ښایي ډېر کم خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او دا به د ټاکنو مشروعیت یو څه تر پوښتنې لاندې راولي. ګارډین دغه راز لیکي چې په افغانستان کې په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي، نو په راتلونکو ټاکنو کې هم د درغلۍ وېره ده.





























