په دغه غونډه کې د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان استازیتوب کوي. رحماني تېره ورځ د همدې سفر په لړ کې له خپل قزاقستاني سیال سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر ډېرېدو خبرې کړې دي. رحماني له خپل قزاقي سیال غوښتي چې له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو د ورکړې او اړیکو په لا پراختیا کې همکاري وکړي. قزاقستان هم ژمنه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې به د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او په بېلو برخو کې به خپلې همکارۍ ډېروي.





























